د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۳۴
ellmi

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۹)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۳۰)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

په دائره شوې نوبتي علمي شورا کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او شورا نورو غړو برخه درلوده، پیل یې د شرعیاتو پوهنځي د رئیس مفتي صاحب محمد عمر فضلي له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او  په پوهنتون کې د علمي شورا پر ارزښت او اهمیت باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

پوهنتون رئیس همدارنګه په خپلو خبرو کې دندو ته پر ښه رسېدنه، چارو ته پر ژمنتیا او پر راتلونکي کې د رهبري له لوري خپل کارونه د یوه مهال وېش له مخې پر ترتیب کولو باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

ښاغلي حمدي د خزاني سمستر پر  وروستیو او راروانو ازموینو کې د استادانو څخه د بشپړ شفافیت غوښتنه هم وکړه، څو هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې تر دې وروسته ونه اوسیږي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه:  د محصلانو پر حاضریانو، د معاونیتونو او پوهنځيو د دویمې ربعې د راپور پر تائیدولو، د پوهنځيو له لوري د محصلانو د نویو احصایو پر شریکولو، د یو شمېر څانګو د چارو پر ښه انسجام، د استادانو د تقرر او ترفېعاتو په دوسیو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS