د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

pu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۱
02200

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې څلورمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له پنځمې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه دائره شو.

د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې د پوهاوي ځانګړې برنامه کې چې د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزي، د پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده، د استادانو له لوري محصلانو ته د کیفیت لوړاوي پر یوولسګونو معیارونو باندې پریزینټېشنونه وړاندې شول او په دې برخه کې د محصلانو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS