پکتیا پوهنتون ریس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د پوهنتون د ازموینی عمومي کمیټې له غړو سره لیدنه وکړه

pu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۱:۵۴
پکتیا پوهنتون ریس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د پوهنتون د ازموینی عمومي کمیټې له غړو هر یو پوهنمل میرضیاالحمن محراب، پوهنیار فرهاد سلطانزوی، پوهنیار جانداد او پوهنیار عبدالرازق صافي سره یو ځای د پوهنتون د اته پوهنځیو د ازموینو له صحنو څخه له نږدی لیدنه وکړه او مسولینو ته یې د ازموینو د لاښه والي په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې. ښاغلي جلالزي د پوهنځیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چی د شفافو ازموینو اخیستلو په برخه کی خپلی هڅی کوي او زیار باسي تر څو ازموینې مو لا نورې معیاری شی. همدارنګه د پوهنتون رییس د محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چی خپلو ازموینو ته قوي مطالعه وکړي او په ازموینو کې نظم او دسیپلین وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS