پکتیا پوهنتون کې د نهه ګونو پوهنځیو محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

pu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۰
a

پکتیا پوهنتون کې د نهه ګونو پوهنځیو محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

شنبه د روان (۱۴۴۶) ه ق کال محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه پکتیا پوهنتون کې د محصلینو د پسرلني سمستر ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون محصلانو چارو سرپرست مرستیال نصرالله ظهیر چې د ازموینو له صحنو څخه یې لېدنه کوله، استادان وهڅول چې تر ممکنه حده پورې د محصلینو په ازموینو کې له شفافیت څخه کار واخلي، څو هر محصل د خپلې وړتیا پر اساس ازموینه ورکړي او ورکړل شویو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

ښاغلي ظهیر همدارنګه محصلین هم غوره مطالعې ته وهڅول څو پر مټ یې وکولای شي، خپلو هغو هیله ته ځان ورسوي، چې دوی یې تمه لري.

د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم نن شنبه د محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه د هېواد په سرد سېره پوهنتونونو کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د پکتیا پوهنتون کرني پوهنځي اړوند د کرنیز اقتصاد د څلورم ټولګي محصلانو د کابل په شمول شمالي ولایتونو ته علمي سفر پیل کړ.

د پکتیا پوهنتون کرني پوهنځي اړوند د کرنیز اقتصاد د څلورم ټولګي محصلانو د کابل په شمول شمالي ولایتونو ته علمي سفر پیل کړ.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۶مه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د پکتیا پوهنتون د نظم ډسپلین کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون د نظم ډسپلین کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۶مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۱۸)مې نېټې سره سمون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

 شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۳مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش. . .

BACK TO NEWS