د پکتیا پوهنتون د ازموینې عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
Thu, Sep 25 2025 10:14 AM
nnnaaa

د پکتیا پوهنتون د ازموینې عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې لومړۍ، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له دوهمې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون د ازموینې عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

د ازموینې عمومي کمېټې په نوبتي ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د کمېټې د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې مننه وکړه، چې ورسره د ازموینې عمومي کمېټې د چارو په تنظیم او ترتیب کې ورسره فعاله ونډه اخلي.

وروسته د کمېټې په نوبتي ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر شل سلنه ازموینو  او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS