د ۱۴۰۱ کال، جنګاښ ۵ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، جنګاښ ۵ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون کــــرنې پوهنځي لسګونو زده کړیالانو له یو شمېر تولیدي شرکتونو او فارمونو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار احمدالله جویان وائي دا ډول سفرونه او لیدنې د زده کـــــــړیالانو په عملي روزلو کې پوره مـــرسته کوي، د هغه پر خــــــبره هڅه یې دا ده، څومره چې ممکن وي زده کړیالانو ته ډېر څه د نظري زده کړو تر څنګ په عملي ډول هم وښائي.
بل خوا د کرنې پوهنځي اړوند حیواني علومو زده کړیالانو له هغو تولیدي شــرکتونو څخه چې د حیواناتو لپاره محصولات تولیدوي او حیوانــــي فارمونه چې د حیواناتو روزل پکې په معیاري او منظم ډول ترسره کیږي، لیدنې د دوی لپاره ګټورې یادوي.
نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت