۱۴۴۵/۵/۲۱ پکتيا پوهنتون
۱۴۴۵/۵/۲۱ پکتيا پوهنتون
د لــــوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا ریاست څو کسیز هیئت د پکتیا پوهنتون له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کـــــړو وزارت د علـــــــمي برنامو د پراختیا ریاست درې کسیز هیئت د پوهنتون د علمــي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم په ملتیا د پکتیــا پوهنتون له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه.
راغلي څو کسیز هیئت له شته امکاناتو څخه د سالمې استفادې او د ضرورت یا اړتيا وړ توکو د پــــــېشنهاد کولو غوښتنه وکړه، چې څنګه کولای شي په راتلونکي کې د ظرفیت لوړولو په برخه کې ورڅخه لازمه استفاده وکړای شي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت