د پکتیا پوهنتون او د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون غزني څانګې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

pu_admin
Wed, Dec 18 2024 12:29 PM
77

د پکتیا پوهنتون او د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون غزني څانګې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادي الثاني میاشتې په ۱۵مه، د پکتیا پوهنتون او د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون غزني څانګې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د  پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د خاتم النبیین پوهنتون مرستیالانو او استادانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له یاد خصوصي پوهنتون سره د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ.

د همکاریو دغه ګډ هوکړه لیک چې د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم او د خاتم النبیین پوهنتون د علمي چارو مرستیال رضا کریمي ترمنځ لاسلیک شو له مخې به یې دواړه پوهنتون له یو بل سره پر علمي کنفرانسونو، علمي سمینارونو، د تجربو پر شریک کولو، ظرفیت لوړونې، محصلینو لپاره د ځانګړو برنامو او پروګرامونو پر ایجاد کې همکاري کوي.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS