د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د تحصیلي نصاب د سمونې او ورباندې د اړوند ادارو د مسؤلینو او محصلانو د نظریاتو راټولولو په اړه سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د تحصیلي نصاب د سمونې او ورباندې د اړوند ادارو د مسؤلینو او محصلانو د نظریاتو راټولولو په اړه سمینار دائر شو.
دوشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۰۴ کال ثور میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون، د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري د تحصیلي نصاب د سمونې او ورباندې د اړوند ادارو د مسؤلینو او محصلانو د نظریاتو راټولولو په اړه سمینار دائر شو.
په جوړ شوي سمینار کې چې د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور محمد داود احمدزي، د اړوند ادارو مسؤلینو، د کرنې پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور محمد داود احمدزي د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ددغه جوړ شوي سمینار پر اهمیت او ارزښت ګډونوالو ته مالومات ورکړل.
ورپسې د کرنې پوهنځي استاد پوهنوال مجیب الرحمن عارض د تحصیلي نصاب د سمونې او ورباندې د اړوند ادارو د مسؤلینو او محصلانو د نظریاتو راټولولو په اړه جوړ کړی سمینار ارایه کړ.