د پکتیا پوهنتون اړوند مسلکي پرمختیا مرکز له لوري نویو مقرر شویو استادانو ته د (تدریس نوې میتودولوژي) دوه ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اړوند مسلکي پرمختیا مرکز له لوري نویو مقرر شویو استادانو ته د (تدریس نوې میتودولوژي) دوه ورځنی ورکشاپ دائر شو.
سه شنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې لومړۍ، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال ثور میاشتې له نهمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون اړوند مسلکي پرمختیا مرکز له لوري نویو مقرر شویو استادانو ته د (تدریس نوې میتودولوژي) دوه ورځنی ورکشاپ دائر شو.
د جوړ شوي ورکشاپ د پیل په مراسمو کې چې د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم سربېره د پکتیا دیني جامعې او پوهنتون نویو مقرر شویو استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د ورکشاپ ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د تدریس نوې میتودولوژي ترسرلیک لاندې د پیل شوي ورکشاپ پر ارزښت او آهمیت ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.
ورپسې د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور نوراجان عاطف له لوري د تدریس نوې میتودولوژي ترسرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو.