د۱۴۰۱ کال، حمل ۷ مه، پکتیا پوهنتون
د۱۴۰۱ کال، حمل ۷ مه، پکتیا پوهنتون
تر ټولو کم عمره زده کړیال چې پکتیا پوهنتون ته یې لاره موندلې.
محمد حکیم د غزني ولایت اندړو ولسوالي اوسیدونکی دی، چې په کانکور کې یې د ۲۰۲ نمرو په اخیستلو سره د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي، پښتو څانګې ته لاره موندلې.
د نوموړي پلار چې بزګر دی وايي لویه هیله یې داده چې زامن یې د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال وروزل شي.
د هغه پر خبره خپله تعلیم نه لري، خو د تعلیم پر ارزښت پوهیږي نو له دې کبله یې پر ځان ټوله سختي منلې خو بچیانو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت