د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ ریاست او پوهنتون ترمنځ، د همکاریو مهم تړون لاسلیک شو
د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ ریاست او پوهنتون ترمنځ، د همکاریو مهم تړون لاسلیک شو
نن د پکتیا ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او د پکتیا پوهنتون ترمنځ په بیلابېلو برخو کې د همکاریو مهم تړون/سند لاسلیک شو.
په همدې تړاو جوړ شوې سترې غونډې ته وینا کې د پکتیا پوهنتون رئیس «پوهنمل عبیدالله اخندزاده» وویل چې دا تړون د دواړو لوریو لپاره ستره لاسته راوړنه او مهم ګام دی، چې له مخې به یې د ټولو پوهنځیو زدکړیالان په روزنیزه برخه کې په خوځښت کې راشي.
د پکتیا د اطلاعاتو فرهنګ رئیس «خالقیار احمدزي» بیا وویل چې د همکاریو په دغه سند کې یې هڅه کړې، څو د ټولو پوهنځیو محصلینو ته د عملي بوختیاوو زمینې برابرې کړي.
ددغه تړون له مخې، اطلاعاتو فرهنګ ریاست به د ژورنالیزم پوهنځي محصلینو ته د عملي زدکړو زمینه برابروي او ترڅنګ به یې د تاریخ، جغرافیې، زراعت او نورو څانګو زدکړیالانو ته د سیاحتي سیمو، تاریخي آبداتو، مهمو شخصیتونو په تړاو د تحقیقاتو برخه کې زمینې مساعدې کیږي.
د یاد تړون پر اساس به اړمنو محصلینو ته د اطلاعاتو فرهنګ ریاست لخوا په شخصي روزنیزو مراکزو کې د وړیا او تخفیف زدکړو د مساعد والي هڅه کیږي او په مقابل کې به یې، پکتیا کې د غونډو د تنظیم، انانسري چارې د محصلینو لخوا ترسره او د پوهنتون په تالارونو کې د مختلفو غونډو د کوربتوب برخه کې به د پوهنتون اداره مرسته کوي.
دغه تړون نور ډیر موارد هم په بر کې نیسي، چې په عملي کیدو سره به یې دواړه ادارې د ارتقاء پر لوري ګام واخلي.
دا لومړی ځل دی چې د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ ریاست، د هیواد په کچه له یوه ستر پوهنتون سره د همکاریو مهم سند لاسلیکوي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت