د پکتیا پوهنتون د جمنازیوم پروژې د ودانۍ چارې چې د (۵۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جمهوري ریاست عالي مقام عملیاتي واحد لخوا پرمخ ځي، د دې پوهنتون لپاره یوه له مهمو پروژو څخه ده،
د پکتیا پوهنتون د جمنازیوم پروژې د ودانۍ چارې چې د (۵۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جمهوري ریاست عالي مقام عملیاتي واحد لخوا پرمخ ځي، د دې پوهنتون لپاره یوه له مهمو پروژو څخه ده، د خوښۍ ځای ده کارونه یې تر ډېره بشپړ شوي چې په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د دې ودانۍ د بشپړېدو سره به د پکتیا پوهنتون ډیری ستونزې چې د جمنازیوم او تالار په برخه کې یې لرلې حل شي.