د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۷ مه ، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، ثور ۲۷ مه ، پکتیا پوهنتون
د پکتـــیا پوهــــــنتون عامه کتابتون کې هره ورځ ګڼ شمېر محصـــلین د تدریس اړوند کتابونه مطالعه کوي.
ددې کتابتــــــــون مسؤلین وائي هره ورځ یو زیات شمېر زده کړیالان د فـزیکي او الکترونیکي کتابونو د مطالعې په موخه یاد کتابتون ته مراجعه کوي.
هغه محــصلین چې دغه کـــــتابتون ته د مــطالعې په موخه راغلي خوښ بریښي او په خــــبره یې تر ډېره یې د کتابونو ستونزه له دې عامه کتابتون څخه حلیږي.
پکتیا پوهنـــتون د عمـومي عامه کتابتون ترڅـنګ په ټـولو پوهنـــــځیو کې ځانګړي کتابــــــــــتونونه هم لري، چې زده کــړیالان ورته هره ورځ په منـظم ډول د مطالعې په موخه مراجعه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون اړوند عامه کتابتون له خپلې پخوانۍ ودانۍ څخه د عــــمومي لابراتوار نوي تعــمیر ته تغیر مکان کړی.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت