د ۱۴۰۱ کال، لېندۍ ۲۲ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۹:۵۳
a

د ۱۴۰۱ کال، لېندۍ ۲۲ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهــنتون رهبــري، استادانو او کارمندانو د لــوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره ګډه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي لوړ رتبه پلاوي په شمول د ولایتي ادارې مسؤلینو هم برخه درلــــوده، پیل یې د مــولوي محمد خان روحـــاني لخــوا د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده له وزارت څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي ته د ښـه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ پکتیا پوهنتــون ته د وزیــر صیب راتګ یو فرصت یاد کړ.ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د پکتیا پوهـــنتون د پوهنځیو، څانګو او اداري تشکل اړونـد مالومات د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړل.همدارنګه د استادانو پر نمایندګي د طب پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شریف فرقاني د پوهنتون اړوند ستـونزې او غوښتنې د لوړو زده کړو له محترم وزیر صیب سره شریکې کړې او له نــوموړي څخه یې په اړوندو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.وروسته د لوړو زده کړو وزیر شـیخ ندا محمد ندیم خبرې وکړې، نوموړي له پکتیا پوهــنتون سره په ټولو برخو کې د پوره مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او پر خبره یې تر خپله وسه به له پکتیا پوهنتون سره چې د زون پوهنتون یادیږي، همکاري کوي.ښاغلي ندیم د پوهنتون له استادانو او کارمندانو څخه په چارو کې د صداقت،  اخلاص او دیانت غوښتنه وکړه.ناسته د استاد عبدالرحمن مبشر له لوري د دعا پر ویلو سره پای ته ورسېده.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۹)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۳۰)مې نېټې سره سمون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

پکتیا پوهنتون کې مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د ترانسپورټ مدیریت او د پکتیا ترافیکو مدیریت پر ګډو هڅو د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته د موټر چلولو جواز د اخیستلو په موخه د درسونو لړۍ پیل شوه.

پکتیا پوهنتون کې مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د ترانسپورټ مدیریت او د پکتیا ترافیکو مدیریت پر ګډو هڅو د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته د موټر چلولو جواز د اخیستلو په موخه د درسونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۰)مه. . .

BACK TO NEWS