د ۱۴۰۱ کال، مرغومې ۱۳مه،پکتیا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۰:۸


د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د مولوي محمد خان روحاني له لوري دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
نوموړي له استادانو څخه وغوښتل چې خپلو ټولو فعالیتونو ته چې په علمي ډګر کې یې کوي، وده ورکړي او هیڅکله دې د خپل ځوان نسل د روزلو هڅې نه دریغ کوي.
وروسته ناسته کې  له اجنډا سره سم د ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر،  ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۸مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۳۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د اړوند کارمندانو سره ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د اړوند کارمندانو سره ګډه ناسته وشوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۸مه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د ساتنې او پاملرنې کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د ساتنې او پاملرنې کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۷مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS