پکتیا پوهنتون د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ د دې پوهنتون څلورو علمي کادرونو لخوا د ( اوبو اهمیت او مدیریت) ترسرلیک لاندې علمي سمینارونه وړاندې شول: د سمینارونو پیل د قاري سخي جان له لورې د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو وشو. د پرانيستې ویناء د پوهنتون

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۹

 

پکتیا پوهنتون د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ د دې پوهنتون څلورو علمي کادرونو لخوا د ( اوبو اهمیت او مدیریت) ترسرلیک لاندې علمي سمینارونه وړاندې شول:
د سمینارونو پیل د قاري سخي جان له لورې د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو وشو.
د پرانيستې ویناء د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي وکړه، نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویناء تر څنګ د اوبو اهمیت او مدیریت خبرې وکړې او ددې تر څنګ یې دا هم وویل چې پکتیا پوهنتون به په راتلونکې کې هم د دا ډول ملي شتمنیو په اړه علمي سمینارونه وړاندې کړي او په اړه به یې ولس ته عامه پوهاوی ورکوي.

لمړی سیمینار: د سمینارونو د وړاندې کولو په لړ کې لومړی استاد پوهنمل مبشر ( د اسلام له نظره د اوبو ارزښت) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې کړ، چې زمونږ اړېکه له الله سره ټينګوي، کله چې څوک لمونځ کوي نو لومړی باید په پاکو اوبو اودس وکړو، همدارنګه پاکي د ایمان یوه برخه ده، همدا اوبه دي چې زموږ د ایمان برخه تکمیلوي.
دویم سیمینار: د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی فضل الرحمن حقیار ( په افغانستان کې د اوبو سپما لارې چارې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې کړ، نوموړي د سمینار ګډنوال پدې وپوهول چې څنګه کولای شو په ورځني ژوند کې د اوبو سپما وکړو، د اوبو استعمال په اړه يې سپارښتنې او مالومات وړاندې کړل، ترڅو د اوبو بې ځایه ضایع کېدو مخنیوی شوی وي.
درېیم سیمیانر: د ( بندونو اهمیت او ډولونه) تر سر لیک لاندې سمینار د انجینري پوهنځي استاد پوهنیار سید میر آقا معنوي وړاندې کړ،
نوموړي د بندونو په ګټو لکه د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او.... اړخونو بشپړ ګټور مالومات وړاندې کړل او همدارنګه د بندونو په ډولونو باندې هم وغږېده، چې بندونه په څو ډوله جوړېږي او افغانستان کې د کوم ډول بندونو جوړولو اړتیا ډېره لیدل کیږي.
څلورم سیمینار: د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی یوسف خان زیار ( په افغانستان کې اوبه او کرنه) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې کړ، نوموړي په افغانستان کې د شته اوبو مقدار، د دې اوبو سرچینو او له دې اوبو څخه په کرنه کې څومره ګټه اخیستل کیږي، بشپړ مالومات وړاندې کړل.
د وړاندې شویو سمینارونو ارزیابي د پکتیا پوهنتون ریئس پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزي لخوا وشوه، نوموړي یاد سمینارونه مثبت او ګټور و ارزول، نوموړي د سمینارونو وړاندې کوونکو استادانو او تنظیموونکو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او مسئولو کسانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې پدې اړه نږدې راتلونکې کې لا نور دا ډول سمینارونه د پوهنتون استادانو او محصلانو لخوا په لار واچول شي.
د یوه آباد او سرلوړي افغانستان لیدو په هیله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې دوهمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پکتیا پوهنتون کې د یو محراب مسجد پرانیسته وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پکتیا پوهنتون کې د یو محراب مسجد پرانیسته وکړه.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۲
Background image

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ القران والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیا پوهنتون د استادانو او محصلانو پر یوې لوی غونډه کې ګډون، وینا او خبرې وکړې.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال. . .

BACK TO NEWS