پکتیا پوهنتون رییس دوکتور سیدولي جلالزي او د طب پوهنځي رییس پوهنیار محمدشریف فرقاني د اقتصاد ریاست له درانه رییس بهرام بهیر سره وکتل
پکتیا پوهنتون رییس دوکتور سیدولي جلالزي او د طب پوهنځي رییس پوهنیار محمدشریف فرقاني د اقتصاد ریاست له درانه رییس بهرام بهیر سره وکتل او د پوهنتون د ځینو پروژو د ستونزو په اړه یې ور سره خبرې وکړې، همدارنګه د کمپیوتر ساینس، د نجونو لیلیېه چې د زرو نفرو ګنجایش ولري د هند سفارت په مرستو کې شاملې شي، ترڅو د پوهنتون شته ستونزې ورسره له منځه ولاړې شي.
ښاغلي بهیر ډاډ ورکړ چې موږ به یې په جدیت تعقیب کړو او د خپل توان تر حده به پرې کار وکړم.
درنښت