د ۱۴۰۱ کال، مرغومې ۱۴مه، پکتیا پوهنتون
د افغان ملي بانک له لوري د پکتیا پوهنتون لپاره د ATM اتومات صرافي ماشین فعال شو، چې له مخې به یې د استادانو او کارمندانو معاشونه او د محصلینو بدل اعاشه له دې لارې په اسانۍ سره ترلاسه کیږي.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د بانک له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې له پوهنتون سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته او همکاري کوي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت