د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۹
Nas

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د ۱۴۴۶ کال، رجب المرجب میاشتې په ۲۷مه، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون د رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي تر مشرۍ لاندې دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او بېلا بېلو برخو آمرینو برخه درلوده، پیل یې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي محمد خان له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د علمي شورا ټولو برخوالو ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ مسؤلیت او دندو ته پر ژمنتیا خبرې وکړې او د نــــــــــــــــــــــاستې له برخوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلو ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته باید پوره متوجې شي.

د پوهنتون رئیس همدارنګه د پوهنځيو له رئیسانو څخه غوښتنه وکړه، څو د تضمین کیفیت کارونو ته پوره پام ولري، څو په راتلونکي کې چې پوهنتون د تضمین کیفیت له اړخه ارزیابي کیږي ستونزه ونه اوسیږي.

ښاغلي حمدي د علمي شورا له برخوالو وغوښتل څو د پوهنځيو میاشتني، ربعوار راپورونه دې پر خپل وخت له ریاست مقام سره شریک کړي، څو دوی یې له ترسره کړیو کړنو څخه پر وخت خبر واوسیږي، د هغه پر خبره   استادان دې د نوښت په موخه ځانګړي ورکشاپونه، سمینارونه او پروګرامونه دائر کړي، څو د ظرفیت لوړونې برخه ورسره لا غښتلې شي.

ښاغلي حمدي همدارنګه د خبرو پر مهال د امرباالمعروف قانون پر عملي کېدلو هم ټېنګار وکړ او له ټولو برخوالو څخه یې وغوښتل چې دا موضوع دې پوره په نظر کې ولري، څو ټولو اسلامي ارزښتونو ته پوره ژمن پاتي شوي و اوسیږو.

ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنتون عبدالله مسلم د ناستې برخوالو ته د تضمین کیفیت په برخه کې پر ترسره شویو کړنو، درسي مفرداتو او کورس پالیسي، راتلونکي کال لپاره د پلانونو پر ترتیب کولو او ددې معاونیت د دویمې او درېیمې ربعې د راپور پر تائید کولو بحث او مالومات ورکړل.

د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د کرنې پوهنځي اړوند د محصلانو پر پروژو مالومات له برخوالو سره شریک کړل.

د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د ۱۴۰۳ کال د ازموینو پر وروستي راپور، د انصاف او عدالت کمېټې د پالیسي پر سند او اکاډمیکو اخلاقو د اصولنامې په اړه مالومات د علمي شورا برخوالو ته ورکړل.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو لکه: د استادانو د علمي ترفېعاتو د دوسیو ارزول، د ځینو څانګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو د چارو پر انسجام، د ناوړه دودونو څخه د مخنیوي په موخه د کنفرانس پروپوزل تائید کول او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالوماتي ټکنالوژي آمریت له لوري د پوهنتون اړوند ټولو اداري کارمندانو ته له انټرنټ څخه د ښې او لازمې استفادې اړوند یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون مالوماتي ټکنالوژي آمریت له لوري د پوهنتون اړوند ټولو اداري کارمندانو ته له انټرنټ څخه د ښې او لازمې استفادې اړوند یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

 يکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۳۷
Background image

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي مرکز آمریت له لوري د پوهنتون اړوند ټولو اداري کارمندانو ته له کمپيوټر سره د ښې بلدتیا او غوره استفادې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي مرکز آمریت له لوري د پوهنتون اړوند ټولو اداري کارمندانو ته له کمپيوټر سره د ښې بلدتیا او غوره استفادې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهار شنبه د ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د  شعبان. . .

BACK TO NEWS