د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۲۳
ala

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال، شوال المکرم میاشتې په ۲۵مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال ثور میاشتې درېیمه سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته دائره شوه.

د علمي شورا ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځيو رئیسانو، یو شمېر څانګو آمرینو او د علمي شورا غړو استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د علمي شورا ټولو برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د شورا له برخوالو څخه مننه وکړه، چې په پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال پسرلني سمستر درسونه په خورا منظم شکل جریان لري.

ښاغلي مسلم همدارنګه په ټولو ټولګیو کې د سکرینونو نصب کول او ورڅخه ګټه اخیستل اړین وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې اړوند شعبه دې د دغې موضوع د خلاصولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

علمي چارو مرستیال همدارنګه د پوهنځیو له رئیسانو څخه غوښتنه وکړه، څو د استادانو پر مکلفیتونو، دندو او چارو مالومات د علمي چارو له معاونیت سره شریک کړي.

علمي چارو مرستیال د پوهنتون له لابراتوارونو څخه استفاده اړینه وبلله او د علمي شورا برخوال یې وهڅول څو استادان دې ته واداره کړي، څو محصلینو ته په لابراتوارونو کې د عملي زده کړو په موخه ځانګړې تجربې ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا کنفرانس د دائرولو په اړه مالومات ورکړل.

همدارنګه د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د محصلانو چارو اړوند کمېټو پر ترتیب او تنظیم او د غړو پر لېستونو برابرولو مالومات د علمي شورا له غړو سره شریک کړل.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د پوهنځیو، معاونیتونو او کمېټو پر پلانونو، د یو شمېر څانګو د چارو پر انسجام، د استادانو د تقرر او ترفېعاتو په دوسیو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو محصلانو ته د (HEMIS) سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو محصلانو ته د (HEMIS)   سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

دوشنبه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳۱
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړي ټولګي محصلانو ته د (اغېزمنې او ګټورې مطالعې) تر سرلیک لاندې ځانګړی یو ورځنی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړي ټولګي محصلانو ته د (اغېزمنې او ګټورې مطالعې) تر سرلیک لاندې ځانګړی یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۹)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۳۰)مې نېټې سره سمون. . .

BACK TO NEWS