د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت اړوند د علمي مجلې آمریت د قلم علمي او څېړنیزې مجلې لپاره د مقالو پر نوي فارمټ د مسلکي پرمختیا آمریت په تالار کې یو ورځنی سمینار دائر کړ.

pu_admin
Wed, Jan 29 2025 2:07 PM
tah

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت اړوند د علمي مجلې آمریت  د قلم علمي او څېړنیزې مجلې  لپاره د مقالو پر نوي فارمټ د مسلکي پرمختیا آمریت په تالار کې یو ورځنی سمینار دائر کړ.

په جوړ شوي سمینار کې چې د پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، د بېلابېلو برخو آمرینو او استادانو ګډون درلوده، پیل یې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي محمد خان روحاني له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال دوکتور عبدالوهاب حکمت د جوړ شوي سمینار پر ارزښت او آهمیت خبرې وکړې.

ښاغلي حکمت همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې یو وخت به قلم علمي مجله په ملي سطحه نه بلکې په نړیواله سطحه و اوسیږي او تر څنګ به یې پکتیا پوهنتون یو شمېر نور نړیوال ژورنالونه هم ولري.

علمي څېړنو مرستیال همدارنګه له استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې د مقالو پر لیکلو او مجلې ته یې په رالیږلو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي کوشش دې دا وکړي، چې مقالې یې پوره ارزښت ولري.

ورپسې د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او د قلم علمي مجلې مسؤل مدیر پوهنمل نورالله شاداب د قلم علمي او څېړنیزې مجلې لپاره د مقالو پر فارمټ ترتیب کړی پریزینټېشن ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS