د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وزیر د پکتیا پوهنتون زده کړیالان وستایل.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وزیر د پکتیا پوهنتون زده کړیالان وستایل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په هغو مراسمو کې چې د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې جوړ شوي وو، د دې پوهنتون حقوقو پوهنځي هغه محصلین وستایل چې تمثلي محکمه یې برابره کړې وه.
نوموړي وویل افغانانو د تاریخ په اوږدو کې نه یوازې په دیني علومو، بلکې په طبابت او نورو ساینسي علومو کې ځلانده ستوري درلودل، د هغه په خبره هڅه یې دا ده چې ټول ځوانان یې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال او وروزل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت