د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۲:۳۳
a

د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون
په پکتیا پوهنتون کې د پوهنځیو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د کرکټ دغه ســیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ په دولسو ورځو کې ترسره شـــــــوې، چې تېره ورځ د اقتصـــاد او کرنې پوهنځي لـــــــوبډلو ترمنځ پای لوبه وشوه او اقتصـاد لوبډلې په شپږو ویکټو سره مقابل ټېم ته ماتي ورکړه او لوبه یې پر خپل نوم کړه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د سپورت له مســـؤلینو څخه مننه وکړه او دواړه لوبډلې٬ چې پای لوبې ته یې لار موندلې وه، لوبغاړي یې په ډالیو ونازول.
د یادونې وړ ده، چې پکتیا پوهنتون کې د سپورت مسؤلینو وويل: له دا ډول لــــــوبو څخه یې هـــدف لوبو ته د ځوانانو هڅــــول او د پوهنتون لپاره د یوې غوره او منتخبې لوبډلې جوړول دي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۸:۲۰
Background image

د ۱۴۰۱ کال، جنګاښ ۵ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، جنګاښ ۵ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون کــــرنې پوهنځي لسګونو زده کړیالانو له یو شمېر تولیدي شرکتونو او فارمونو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار احمدالله جویان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۸:۱۵
Background image

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته وشوه.
ناستـه د قرانـکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۷:۲۹
Background image

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون
کار اهل کار ته د سپارلو په پار پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د پکتیا پوهــــــنتون او لوګر لوړو زده کړو مؤسسې خالي علمـــي کادري بستــــــونو ته. . .

BACK TO NEWS