د ۱۴۴۶ ه ق کال، ربیع الاول ۱۲مه، پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیزي پر مشرۍ هیئت چې د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو یې هم ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون اړوند تدریــــــــــــــسي روغتون له چارو څخه د څارنې ا

pu_admin
Sun, Sep 15 2024 6:48 PM
a

یکشنبه د ربیع الاول میاشتې په (۱۲)مه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیزي پر مشرۍ هیئت چې د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو یې هم ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون اړوند تدریــــــــــــــسي روغتون له چارو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لېدنه وکړه.

د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له هغوئ څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې د دوی د تدریسي روغتون اړوند فعالیتونه، ظرفیتونه، امکانات، ستونزې او مشکلات یې له نږدې ولیدل، څو ورته د حل لارې چارې ولټوي.

همدارنګه د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي راغلي هئیت ته د پکتیا پوهنتون او تدریسي روغتون په اړه بشپړ مالومات هم ورکړل.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیزي په مشرۍ راغلي هئیت د پوهنتون د رهبرۍ له چارو څخه په مننې ډاډ ورکړ، چې د دوئ غوښتنې به د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي، څو ستونزې يې حل او ورته پر وخت رسیده ګي شوې وي.

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS