د ۱۴۰۱ کال، حــــــمل ۱۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۹:۱۶
a

د ۱۴۰۱ کال، حــــــمل ۱۴ مه، پکتیا پوهنتون
د جدیـــدالـــــشمول محصـــلینو د پــام وړ!
لکه څـــرنګه چـــې د ۱۴۰۰کال د کانکور ازموینـــې ټولو نــويو بریـــالــيو مـحصلانو لپاره د پوهنځيو په تفکیک سره د مهال ویش مطابق نوم لیکنه روانه ده، نو هغه شمېر محصلان چې له نوم لیکنـــې څخه پاتې دي او له لېرې پرتو ولایتونو څخه دي؛ کولای شي، چې د حمل مـــــیاشتې له ۱۸مې نېټې څخه وروسته هم مراجعه وکړي ترڅو د نوم لیکنې سره هم مهاله د درس په موخه اړوند ټولګیو ته معرفي شي.
 
د یادونې وړ ده، چې د نویو بریالي شویو محصلانو لپاره نوم لیــــــکنه دوام لري، اناث او ذکور محصلیــن هره ورځ پرته له جمعې ورځې کـولای شي د نوم لیکنـې په موخه د محصلانو چارو معاونیت ته مراجع وکړي.
   
په خورا درنــــښت
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS