د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې ناسته د علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي تر مشرۍ لاندې وشوه.
ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، تضمین کیفیت امر پوهنمل دوکتور نورا جان عاطف او د بېلا بېلو پوهنځیو د تضمین کیفیت مسؤلینو برخه درلوده پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکولو یو شمېر موضوعات مطرح کړل.
وروسته ناسته کې د تضمین کیفیت امریت لخوا له اجنډا سره سم هغه موضوعات او مسایل د ناستې له ګډونوالو سره شریک شول، چې مونږ څنګه کولای شو، خپل پوهنتون له لا ډېر اعتبار او باور څخه برخمن کړو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت