د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون او لوګر لوړو زده کړو مؤسسې علمي خالي کادري بستونو ته تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده کاندیدانو ته په کادري او تخصصي ازمـــــوینه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ.
د ښاغلي اخندزاده په خبره هر څوک چې د استاد په صفت مقرریږي، یوازې او یوازې د خپلې وړتیا او پوهې پر اساس، هغه د ښوونکي مسؤلیت دروند یاد کړ ، چې د ټولنې په ټولو برخو او قشرونو پورې اړه لري.
د یادونې وړ دی، چې د پکتیا پوهــنتون او لوګر لوړو زده کړو مؤســسې (۱۸)خـــالي کادري بســــــتونو ته له (۳۱) تنو څخه تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت