د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند کرنیز فارم عمومي مدیریت له لوري د (۷۰۰۰۰۰) افغانیو پر ارزښت د کرنیزم فارم د پراختیا او څېړنیزو پروژو ته د چمتوالي په پار چارې رواني دي.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند کرنیز فارم عمومي مدیریت له لوري د (۷۰۰۰۰۰) افغانیو پر ارزښت د کرنیزم فارم د پراختیا او څېړنیزو پروژو ته د چمتوالي په پار چارې رواني دي.
یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۱۹)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۲۰)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند کرنیز فارم عمومي مدیریت له لوري د (۷۰۰۰۰۰) افغانیو پر ارزښت د کرنیزم فارم د پراختیا چارې رواني دي.
د (۷۰۰۰۰۰) افغانیو پر ارزښت په دغه پروژه کې د څاه کیندل، زراعتي خاوره او د کرنیز فارم اړوند یو شمېر نور توکي شامل دي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي پر خبره هڅه یې دا دی، څو استادانو او محصلانو ته په کرنیز فارم کې د څېړنې او تجربو په موخه ځانګړي فرصتونه رامنځته کړي، څو هغوئ ورڅخه عملي ګټه پورته کړای شي.