پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۷
da

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۴۶کال، شعبان میاشتې په ۱۷مه، د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار د دعوت او ارشاد آمریت ترچتر لاندې پیل شو.

د سمینار د پیل په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د سمینار برخوالو استادانو او اداري کارمندانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له ټولو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره یې په درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار کې برخه اخیستې او ورڅخه یې غوښتنه وکړه، چې د شیوخو کرامو او علماء کرامو له لوري چې کوم سمینارونه او موضوعات وړاندې کیږي، په غور دې واوري او ورڅخه دې ډېر څه تر لاسه کړي، همدارنګه محصلینو او ټولنې ته دې د دغو موضوعاتو په رسولو کې هم پوره هڅه او هاند وکړي.

ښاغلي حمدي همدارنګه دا یو غوره فرصت یاد کړ، چې په یوه بشپړ ارام چاپېریال کې د دیني موضوعاتو او مسائلو د زده کولو لپاره سره راټول شوي یو او محترم شیوخ کرام او علماء کرام راته دیني، علمي او فکري موضوعاتو تشریح کوي، مونږ او تاسو یې په غور سره اورو.

پوهنتون رئیس همدارنګه د جوړ شوي درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار د ارزښت ترڅنګ د علـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم او پوهې پر ارزښت هم د سمینار له برخوالو سره پوره مالومات شریک کړل.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د ایمان پر تعریف او شعبو، په اسلام کې د ښځې پر مقام، حقوقو، واجباتو او په ځانګړي ډول د ښځو پر حجاب، اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع، اهمیت یې، همدارنګه د ږیرې اهمیت او منزلت په اسلام کې موضوعات د شیخ صاحب احمد جان اخندزاده او مفتي صاحب محمد عمر فضلي له لوري ارایه او په اړوند موضوعاتو کې د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۳۷
Background image

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي مرکز آمریت له لوري د پوهنتون اړوند ټولو اداري کارمندانو ته له کمپيوټر سره د ښې بلدتیا او غوره استفادې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي مرکز آمریت له لوري د پوهنتون اړوند ټولو اداري کارمندانو ته له کمپيوټر سره د ښې بلدتیا او غوره استفادې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهار شنبه د ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د  شعبان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۴۷
Background image

د افغان ملي بانک پکتیا څانګې له پکتیا پوهنتون سره د شوي هوکړه لیک له مخې د درې پایې کاپېیر مرسته وکړه.

د افغان ملي بانک پکتیا څانګې له پکتیا پوهنتون سره د شوي هوکړه لیک له مخې د درې پایې کاپېیر مرسته وکړه.

د پوهنتون د مسؤلینو پر خبره دغه درې پایې لوی کاپېیر ماشینونه چې (٤٨٠٠٠٠) افغانۍ. . .

BACK TO NEWS