د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۲مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, Aug 20 2022 12:43 PM
a

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۲مه، پکتیا پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی سمینار دایر او بشپړ شو. په پکتیا کې د اداري اصلاحـــاتو او ملکـــــي خدمتونو رئیس مولوي محمد صابر فاروقي په پیل کې د جوړ شوي سمینار پر ارزښت او اهمیــت مفصــلې خبــرې وکــــــړې، هغه اداري کارمـــندان هـــم وهڅــــول تر څو ولس او ټولـــــنې ته ښه خدامات عرضه کړي. هــــمدارنګه ددې سمینار ترتیب کوونکی استاد محمد هارون مـجاهد په یوه اداره کې د ښو خداماتو عرضه کول د کارمند پر ظرفیت او وړتیا پوري تړلي یادوي، د هغه پر خبره څومره چې اداري کارمند په اداري اصولو او مقرراتو پوه او اګاه وي، هغومره خلکو ته ښه خدامات عرضه کولای شي. بل خوا د سمیــنار بــرخــوال هم له دایر شوي سمینار څخه د ښو تجربو تر لاسه کـولو خبره کوي او په وینا یې ډېر څه یې له سمینار څخه زده کړي چې ورسره په اداري چارو کې پوره مرسته کولای شي. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Oct 02 2024 5:10 PM
Background image

د ۱۴۴۶ کال، ربیع الاول ۲۹مه، پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون کې د مونوګراف او علمي راپور لیکنې سمینار دائر شو.

چهارشنبه د ربیع الاول (۲۹)مه په پکتيا پوهنتون کې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت له لوري د کرنې پوهنځي د بېلا بېلو څانګو د څلورمو ټولګيو محصلینو ته د مونوګراف او علمي. . .

BACK TO NEWS