پکتیا پوهنتون د لابراتوارونو ودانۍ چارې مخ په بشپړیدو دي.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۳:۱۴
uni

پکتیا پوهنتون د لابراتوارونو ودانۍ چارې مخ په بشپړیدو دي. دا ودانۍ چې اته څلویښت میلیونه افغانۍ مصرف پرې راغلی د افغان حکومت په زیار د هند سفارت لخوا جوړیږي چې د دې پوهنتون د لابراتوار برخې د ودانۍ ستونزې به ورسره ختمې شي. دا ودانۍ چې نهایت مجهزه او لابراتواري تجربو ته په کتو ډیزاین شوې. اوس به زموږ هڅه دا وي چې د لابراتواري وسایلو غني کولو ته کار وکړو. لدې ودانۍ به د طب، انجینري، کرنې او ښوونې او روزنې محصلان د لابراتوار او عملي زده کړو لپاره ګټه پورته کوي.

موږ ژمنه کړې وه چې دا پوهنتون به په معیاري پوهنتون اړوو انشاالله چې دې برخې ته اوس د خپل حکومت، وزارت، ولس او ولایت مقام پرمټ په ګړندي ډول ورنږدې کیږو او یو وخت به ډېر قوي او سیال پوهنتون ولرو چې د هېواوالو بچیانو ته به معیاري زده کړې برابروي.

درنښت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

BACK TO NEWS