د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته وشوه.
ناستـه د قرانـکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د مــالي او اداري چارو مرستــیال سیف الله محمدي د کمېټې ګډونوالو ته چې د محصلانو چـارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، اقتصــاد پوهـــنځي رئیــس پوهنمل شفیع الله غوثي او د تضمــین کیفیت امـــــر پوهنمل دوکتور نوراجان عاطف یې هم برخوال و، د ښـــه راغلاست ویلو ترڅنګ د ۱۴۰۱ مالي کال اړوند یو شمېر موضوعات مطرح کړل.
وروســــته د کمېټې ګډونوالو په روان مالي کال کې د پکتیا پوهنتــون لپاره په مالي برخه کې لومړیتوبونه په نښه او د ځینو مسائلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت