د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۴:۵۲
a

د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۴ مه، پکتیا پوهنتون

د لوړو زده کړو وزارت یوه څلور کسیز پلاوي د تضمین کیفیت رئیس استاد شاکرالله واحیدي په مشرۍ پکتیا پوهنتون ته سفر کړی.

یاد پلاوي د پکتیا پوهنتون له رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نقیب الله ځاځي، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو سره ولیدل.

د لوړو زده کړو وزارت لخوا څخه راغلي پلاوي په پکتیا پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې دوه ورځنی ورکشاپ چې پر پکتیا سربېره د خوست، غزني، لوګر او پکتیکا ولایتونو څخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استازو پکې برخه درلوده، پیل شو.

د ورکشاپ پیل د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو، ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته خبرې وکړې.

پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او د ورکشاپ ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو، هغه په خپلو خبرو کې پکتیا پوهنتون یو ځوان پوهنتون یاد کړ او په خبره یې پکتیا پوهنتون په ډېر کم وخت کې د لویو پرمختګونو شاهد وه ·

پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې پکتیا پوهنتون ته خاص پاملرنه وکړي او هیله یې وښوده چې یو وخت یې په زون کې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونه پیل شي.

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت رئیس استاد شاکرالله واحیدي د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل په ټولو زونونو کې یې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ورکشاپونه دایر کړي او هغه معیارونه یې ورته واضیح کړي چې په اساس یې پوهنتونونه پرمختګ کولای شي.

هغه اوس مسؤلیت د هغه چا یاد کړ ، چې ورکشاپ یې اخیستی، د نوموړي په خبره پوهنتونونه هغه وخت له کیفیت او اعتبار ورکونې څخه برخمن کیږي، چې له رئیس څخه تر عادي مامور پوري ټول خپل مسؤلیت ادا کړي.

د یادونې وړ ده ، چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې دغه ورکشاپونه د لومړي ځل لپاره د نوي نظام په راتلو سره د زون په کچه ورکول کیږي، چې سه شنبه او چهارشنبه به په پکتیا پوهنتون کې دوام لري.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون کادري روغتون ته د ورځې تر دريو سوو پورې ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د پکتیا پوهنتون کادري روغتون ته د ورځې تر دريو سوو پورې  ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د دې روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب په خبره  دوی پر بېلا بېلو برخو کې ناروغانو او ناروغ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي  د لومړي ځل لپاره په لاندې ذکر شوې څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

طب پوهنځي:

 اور. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ. دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي. . .

BACK TO NEWS