پکتیا پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

pu_admin
aa

پکتیا پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

۱- ټاکل شوې ده چې راتلونکې شبنه چې د 1401 / 1 / 6نیټې سره سمون لري د نویو بریالیو(عمومي، اختصاصي او شپې پوهنځیو) محصلانو نوم لېکنه پيل شي ټولو درنو بریالیو محصلانو څخه هیله لرو چې د مهالوېش سره سم د پکتیا پوهنتون ته حاضر شي.

۲- د نارېنه محصلانو نوم لېکنه به د حمل میاشتې 6 نیټې څخه پيل کیږي د همدې میاشتې تر ۱۴ نیټې به د ذکر شوي مهالویش مطابق دوام کوي .

نوټ : د پکتیا پوهنتون ټولو پوهنځیو ښځېنه محصلانو نوم لېکنه به د حمل میاشتې په ۱۵، ۱۶ ، ۱۷ ، ۱۸ نېټه تر سره کیږي چې په یاده نېټه به هیڅ نارېنه محصل لپاره نوم لېکنه نه تر سره کیږي، درانه محصلان دې خبر وي .

د نوم لیکنې ځای : پکتیا پوهنتون عمومي تالار

نوم لیکنې لپاره اړین اسناد

1: د محصل اصل تذکره او د تذکرې دوه رنګه کاپۍ.

2: څلور قطعې رنګه عکسونه .

3: د کانکور ID نمبر

د نوم لیکنې په ورځ باید خپله شخص حاضر وي.

پکتیا پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۰:۰
Background image

د خالي کادري بستونو خبرتیا!

د خالي کادري بستونو خبرتیا!
پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د کرهنې پوهنځی
د کرنیز . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۲:۱۱
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا

د پکتیا پوهنتون د (دوییم او درییم) ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د طب پوهنځی
عصبي جراحي ډيپارټمنټ (۳) بسته . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۲:۱۹
Background image

Paktia University, 07/ 02/ 2023:

The professional exam for the (7) vacancies of lecturer positions related to Ghazni Technical University and Higher Education Institution of Paktika was taken in Paktia University. . . .

بازگشت به اطلاعیه ها